خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند متون ګلزار اکا سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته د ګلزار اکا ب او ابراهيم لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه ګلزار اکا لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۶۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ابراهيم لوبډلې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۴۷ منډې جوړې کړې او د ۲۱ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي چې یادې سيالۍ دوه میاشتې وړاندې په لیګ سیستم پیل شوې وې او موخه يې د ځوانانو ترمنځ یووالی او له نشه یي موادو سره مبارزه ياد شوي دي.