خوست؛ په مندوزیو ولسوالۍ کې د ځوانانو یووالي په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۹:۲۴
خوست؛ په مندوزیو ولسوالۍ کې د ځوانانو یووالي په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د مندوزیو ولسوالۍ اړوند بهرام خېلو کلي کې د ځوانانو یووالي په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل مراسمو کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت د ولسوالیو ورزشي مدیر، فعالو ځوانانو، لوبغاړو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و، چې د پیل لوبه یې د بهرام خېلو ب او کوچه خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کوچه خېلو لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر وګټله.

ټاکل شوې چې یادې سیالۍ به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS