خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د اوم کلب او ورزيوال کريم الله کلب لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه اوم کلب لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته ۱۱۴ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ورزيوال کلب لوبډلې ياد هدف د اتو لوبغاړو په زيان پوره کړ او په دوه ویکټو يې بريا خپله کړه.
