خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په حجريم سيمه کې د الفت په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اتم پړاو شپږیزه کرکټ ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د الفت او لمر کلبونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه لمر لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۶ اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د يوه لوبغاړي په زيان ۱۱۹ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې الفت کلب لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زيان ۱۰۰ منډې جوړې کړې او په ۱۹ منډو يې ماتې وخوړه.