خوست؛ په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند تراکۍ سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د تايلنډ سټارز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته تایلنډ سټارز او کامل لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه تایلنډ سټارز لوبډلې وکړه او په ټاکليو لسو اورونو کې سیالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په زیان ۱۸۰ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې کامل لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره د اوو لوبغاړو په زیان ۱۷۴ منډې جوړې کړې او په شپږو منډو یې ماتې وخوړه.
دغو سیالیو چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ، د پای په مراسمو کې یې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.