خوست؛ په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۲:۳۶
خوست؛ په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولي له لوري د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په ځينيخېلو سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د‌ دغو سياليو لومړۍ لوبه د پاڅون لټکوال او څوۍ بازانو لوبډل ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه پاڅون لټکوال لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په زيان ۱۸۶ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه نيمايي کې څوۍ بازانو لوبډلې د اوو لوبغاړو په زيان يوازې ۱۱۳ منډې جوړې کړې او په ۲۷ منډو يې ماته وخوړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS