خوست؛ په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۹:۶
خوست؛ په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د‌ خوست ولايت د ورزشي امريت په لارښوونه د ځغاستې فدراسیون په چوکاټ کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د ځوانانو په همکارۍ، په ۸۰۰ متره ټاکلې ساحه کې د نشه يي توکو پر ضد د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د ځغاستې ۳۰ لوبغاړو ګډون کړی و، چې نصيب الله پکې لومړی او عثمان دويم مقام ترلاسه کړ.

په پای کې د ځغاستې غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS