خوست باک ولسوالۍ د ځاځي میدان پر وړاندې بریا خپله کړه.
د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه د شهید رحمت ولي مسرور شل اوریز کرکټ جام په دوام باک ولسوالۍ منتخبې لوبډلې د ځاځي میدان ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ځاځي میدان ولسوالۍ لوبډلې چې د لوبې پچې په ګټلو سره یې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړه چې په ۱۶.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۹ منډې جوړې کړې.
دوی ته په توپ وهنه کې عمران الله ۱۶ او عابد الله ۱۳ منډې جوړې.
باک ولسوالۍ لوبډې ته په توپ اچوونه کې فضل عظیم څلور او احمد تسل دوه ويکټې ترلاسه کړې.
په ځوابي لوبه کې باک ولسوالۍ لوبډلې د لوبې یوولسم اوور کې ټاکل شوى هدف پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دوی ته په توپ وهنه کې فضل عظیم ۳۰ او برکت الله ایوبي ۱۸ زیاتې جوړې کړې.
د ځاځیمیدان ولسوالۍ منتخبې لوبډلې له پاره په توپ اچوونه کې محمد رشید، ابوبکر، شاهدالله او عاشق بادشاه یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
فضل عظیم د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
