خوست ب لوبډله یو ګام نور هم ګرېډون سیالیو ته نېږدې شوه

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۱۰:۵۶
خوست ب لوبډله یو ګام نور هم ګرېډون سیالیو ته نېږدې شوه

د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي یو ورځنیو سیالیو په لړ کې خوست ب لوبډلې پخپله درېیمه لوبه کې د بامیانو ولایت لوبډلې ته ماتې ورکړه.

خوست ب لوبډلې وکولی شول، چې د بامیان ولایتي لوبډلې ته د اووه ویکټو په توپیر ماتې ورکړي او په دې سره د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبو ته یو ګام نور هم نېږدې شي.

هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې خوست ب لوبډلې په دې سیالیو کې له پکتیا ماتې خوړلې وه، خو په وروستیو دوو لوبو کې یې پروان او بامیان ولایتي لوبډلې له ماتې سره مخ کړې او وروستۍ لوبه به له تخار ولایتي لوبډلې سره وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS