خوست: دشیخ زاید پوهنتون د پوهنځیو ترمنځ دفوټبال سیالۍ پیل شوې.
د خوست ولایت فوټبال فدراسیون اړوند د شیخ زاید پوهنتون د دوولسو پوهنځیو د دوولسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال مسابقات د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
هغه مراسم ،چې په همدې موخه د یاد پوهنتون د فوټبال په میدان کې برابر شوي وو، په کې د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال ، د خوست فوټبال فدراسیون مشر احمد ولي ګلاب زوی ، دشیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو معاون ډاکټر مجاهد ، دهمدې پوهنتون د ګڼو پوهنځیو استادانو ، محصلانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.
د دې سیالیو د پیل لوبه د زراعت او شرعیاتو پوهنځیو ترمنځ وشوه ،چې د زراعت پوهنځي وکولای شول ، چې خپلې سیالې لوبډلې ته ۴-۰ ماتې ورکړي او لوبه وګټي.
