خوست: د مهدی خېلو رمضان جام سیالیو پر دوام دوې لوبې وشوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۹:۵۸
خوست: د مهدی خېلو رمضان جام سیالیو پر دوام دوې لوبې وشوې

 

د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې د ورزش امريت په مرسته د مهدي خېلو ځوانانو له لوري د فوټبال شپنيو سياليو پر دوام دوې لوبې وشوې.

لومړۍ لوبه د مهدیخېلو اتحاد او کنډیو وصال وفا لوبډلو ترمنځ وشوه، چې له ٢-١ ګولونو توپیر سره د مهدي خېلو اتحاد کلب وګټله.

په دويمه لوبه کې د لکڼو بديخېلو او شمباوات لوبډلې سره مخ شوې، چې دغه لوبه له ٣-١ پايلې سره د لکڼو بديخېلو لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

د فوټبال په دغو سياليو کې ۲۰ لوبډلې برخه لري، چې تر اختره به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS