خوست: د ځوان زلمیو لوبډلې د مښې کلي اختریز ټورنامینټ وګاټه

د خوست ولایت ورزشي امریت د ټینس بال کرکټ فدراسیون په چوکاټ کې د ګربزو ولسوالۍ د مښې کلي اختریز ټورنامینټ د ځوان زلمیو لوبډلې په خپل نوم کړ.
یاد ټورنامینت د تېر کوچني اختر په دویمه ورځ پیل شو، چې پکې له مختلفو ساحاتو څخه ۳۸ لوبډلو برخه اخیستې وه.
ددې ټورنامینټ پای لوبې ته د ځوان زلمیو او ډګر لوبډلې وتلې وې ،چې د شېر خط په ګټلو سره ډګر لوبډلې توپ وهنه وکړه او په مقرره اوو اورونو کې یې (۱۲۳) منډې هدف مخالفې لوبډلې ته د (۵) لوبغاړو په سوځېدو سره کېښود.
ورکړل شوی هدف ځوان زلمي لوبډلې د (۱) لوبغاړي په سوځېدو سره په وروستي اور کې پوره کړ.
ددې ټورنامینټ غوره توپ وهونکی (میکائیل الهام ، غوره توپ ویشتونکی محمد تڼی او دفاینل غوره لوبغاړی شمس الرحمن تڼیوال وټاکل شوی .
مراسم اول مقام ګټونکې لوبډلې ته د 15000 افغانیو، دویم مقام لوبډلې ته د 5000 افغانیو او نورو مستحقو لوبغاړو ته د مډالونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.