خوست شل اوریز کرکټ لیګ کې دوې لوبې وشوې
خوست ولایت کې د شپاړلس کلنو لوبغاړو لوبغاړو ترمنځ په روان شل اوریز کرکټ لیګ کې نن دوې لوبې وشوې.
د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه د خوست D او E لوبډلو ترمنځ شوه، خوست D شپاړلس کلنې لوبډلې د یو لوبغاړې په سوځېډو د احمدلله د ۱۱۵ نا سوځېدلو او ګوهر الهام د ۴۰ منډو پر مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.
خوست E لوبډلې د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو د ناصر حسن د ۵۰ منډو په جوړولو ټولې ۱۲۷ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۵۵ منډو په توپیر وبایلله.
وحیدالله ځدراڼ د D لوبډلې په ګټه دوه لوبغاړي وسوځول او احمدالله احمدي د سلیزې په جوړولو د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز په دوهمه لوبه خوست C لوبډلې خوست F لوبډلې ته د اووه ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
خوست F شپاړلس کلنې لوبډلې په پوره شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو د عرفان الله دانش د ۴۳ او عبدالله ډډوال د ۵۵ ناسوځیدلو منډو پر مټ ۱۲۴ منډې جوړې کړې.
چې عارف میاخېل د C لوبډلې په ګټه درې لوبغاړي وسوځول.
ځوابي لوبه کې خوست C شپاړلس کلنې لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې وروستي اوور کې د حامد منګل د ۴۶ ناسوځېدلو منډو په جوړولو يې یا هدف پوره کړ او لوبه يې د اووه ویکټو په توپیر وګټله.
د توپ اچونې په برخه کې د F لوبډلې لپاره عبدالصبور دوه لوبغاړي وسوځول او عارف الله میاخېل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
