خوست ولايت کې د اووه لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند د صحرا کلي په بيدار لوبغالي کې د اووه لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د یووالي جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د رييس ټايګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د رييس ټايګر او د حسين کينګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، رييس ټايګر لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د حسين کينګ لوبډلې په لسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۹ منډو په توپير سره وبايلله.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.