خوست ولایت کې د سوکیوکوشین او کیوکوشین کان رشتو سیالۍ ترسره شوې.

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۹:۱۷
خوست ولایت کې د سوکیوکوشین او کیوکوشین کان رشتو سیالۍ ترسره شوې.

نن جمعه د خوست ولایت ورزشي آمریت اړوند ورزشکارانو ترمنځ د سوکیوکشین او کیوکوشین کان رشتو سیالۍ ترسره شوې.

په یادو سیالیو کې له پلازمینې کابل څخه د راغلیو ورشکارانو په ګډون د ۵۰ تنو ورزشکارانو شتون درلود..

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت ورزشي امر عطا الله کډوال، د سوکیوکوشین کراټې مسؤول شریف الله احسان، د کیوکوشین کان کراټې مسؤول محمدولي ، د نوراني کلب مسؤول رحمن الله نوراني، استادانو، ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

د مراسمو په پای کې په بریالیو لوبغاړو د قهرمانۍ حکمونه، تحفې او مډالونه هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS