خوست ولایت کې د کبدی سیالۍ پای ته ورسیدې
د کبدی سيالۍ چې د وری میاشت په څلورمه د خوست ولايت په يو جمنازيوم کې پيل شوې وې پرون پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې ورزشکارانو د لویو عمرونو په کتګوریو کې سیالي وکړی، د دغو سیالیو د پیلولو موخه په دې برخه کې د ورزشکارانو ترمنځ د اتفاق رامنځته کول او د کبدی سیالیو وده ورکول وو.
برخه والو ورزشکارانو د ولايتونو په کچه د دغه ډول پروګرام په پيلېدو خوښي وښوده او په ولايتونو کې يې د لا زياتو ورزشي سياليو غوښتنه وکړه.
