خوست: ولس زرغون د رسنیز جام په اووم پړاو کې بله بریا هم ترلاسه کړه

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۱۴:۲۸
خوست: ولس زرغون د رسنیز جام په اووم پړاو کې بله بریا هم ترلاسه کړه

خوست کې د رسنیز کرکټ جام په اووم پړاو سیالیو په لړ کې د ولس زرغون بریاوې جاري دي او نن یې په یوه بله لوبه کې ازمون راډیو ته ماتې ورکړه.

د سیالۍ پچه د ولس زرغون لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پریکړه وکړه، ولس زرغون لوبډلې په پوره یوولسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۲ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ.

ولس زرغون لوبډلې ته په توپ وهنه کې رسول شریف الهام ۴۲ او سیدالله زړن ۳۵ منډې وکړې.

ازمون لوبډلې ته شاهد ځواک ۲ او اقرار هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

ازمون لوبډلې د ولس زرغون د ۱۳۳ منډو په تعقیب یواځې ۹۷ منډې وکړې او په ۳۵ منډو یې ماتي ومنله.

ولس زرغون لوبډلې ته په توپ اچونه کې نصیر خاطر ۳ بادشانو الله شباب ۳ او بلال واک ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ولس زرغون لوبډلې لوبډلمشر رسول شریف الهام چې تېزې ۴۲ منډې جوړې کړي وې او ۱ لوبغاړی یې سوځولی و

د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

د خوست رسنیو ترمنځ د کرکټ دغه ۱۲ اوریزې سیالۍ د خوست په حکیم تڼیوال میس عینک لوبغالي ترسره کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS