خوست: په علیشېرو ولسوالۍ کې د امن او یووالي په نوم سیالۍ د محب الله کلب وګټلې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۳۶
خوست: په علیشېرو ولسوالۍ کې د امن او یووالي په نوم سیالۍ د محب الله کلب وګټلې

د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ اړوند په تورو اوبو سیمه کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ چې دوه میاشتې وړاندې پیل شوی ۇ، د محب الله کلب په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د ټورنمنټ پای لوبه د محب الله او ادریس لوبډلو ترمنځ وه، چې د ۲-۱ میدانونو په توپیر محب الله کلب بریا خپله کړه.

یاد ټورنمنټ دهمدې سیمې دمسافرو، مشرانو او ځوانانو په مالي لګښت جوړ شوی و.

لومړی مقام ګټونکو لوبډلې ته یو پسه، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته کپ او نورو لوبغاړو ته ډالۍ او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS