خوست کې د امارت او خلکو د همغږۍ په نوم لوبې وشوې
دخوست ولایت د فوټبال په ملي اماني لوبغالي د هاکي لوبې یوه ورځنی ټورنامینټ ترسره شو.
یاد ټورنامینټ، چې دخوست ورزشي امریت په مالي ملاتړ د هاکي فدراسیون له خوا د خوست ولایت مرکز او ولسوالیو اتو لوبډلو ترمنځ ترسره شو.
ددې مسابقاتو فاینل ته د نادرشاه کوټ الف او غازي ببرک خان لوبډلې وتلې وې، چې دلوبې له پاره ټاکل شوي وخت کې دواړه لوبډلې په دې ونه توانېدلې ، چې په مقابل لوري ګول ووهي.
په پای کې پینالټۍ وویشتل شوې، چې په پینالټیو کې د غازي ببرک خان لوبډلې ددې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.
ددې سیالیو د پای مراسمو ته د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال ، مشران ،د فوټبال پخواني لوبغاړي عیدا ګل، حاضر ، ریبار هڅاند او د ورزش مینه وال راغلي وو.
چې د ویناوالو له جملې څخه عطالله کډوال د خوست په ورزشي بهیر خبرې وکړې او له هاکي فدراسیون یې وغوښتل ، چې دغه رشته باید نوره هم غني شي.
د مراسمو په جریان کې په مستحقو لوبډلو او لوبغاړو کپونه او مډالونه ووېشل شول.
دیادولو وړده، چې له دې سیالیو څخه د خوست ولایت منتخبې لوبډلې ته 18 پیاوړي لوبغاړي انتخاب کړل شول او ددې ولایت په استازیتوب به په مسابقاتو کې برخه اخلي.
