خوست کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۹:۸
خوست کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند صحرا سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د صحرا بازانو او صحرا تندر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه صحرا بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٣ منډو هدف وټاکه. صحرا تندر لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو نهو لوبغاړو په زیان سره ١٢٣ منډې وکړې او د ٢٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي چې دوې میاشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۸
Background image

د موی تای درې کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

د موی تای درې کسیزه لوبډله چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دي، د اسلامي هېوادونو د پیوستون ۶م پړاو سیالیو کې د ګدون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.

دغو ورزشکارانو ته د خدای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۱
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان. . .

BACK TO NEWS