خوست کې د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د جوړولو چارې پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت سره په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز کې د AYSO مؤسسې په مالي لگښت د شاوخوا ۵۰۰٫۰۰۰ زره افغانیو په ارزښت د واليبال ميدان د جوړولو چارې پيل شوې.
د ياد ولايت د ورزش مسؤلینو په وينا: په دغه پروژه کې د ميدان د ساتنې په موخه يو اطاق، د ننداره چيانو لپاره د ناستې ځايونه، چې د ۴۰۰ کسانو د ځاېدو ظرفيت لري شامل دي او د جوړېدو چارې به يې نږدې يوه نيمه مياشت وخت ونيسي.
د يادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم د يادې مؤسسې په مالي ملاټر په کنډيو کې د فوټبال او په صبريو - موسی خېلو کې د واليبال ميدانونو چارې پيل شوي دي.