خوست کې د فوټبال ټورنمنټ پرانیستل شو

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۴ - ۱۰:۱۳
خوست کې د فوټبال ټورنمنټ پرانیستل شو

تېره ورځ د خوست ولایت په اسمعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ورزش د پرمختګ او نېشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د فوټبال یو ټورنمنټ پیل شو.

په همدې موخه د یادې ولسوالۍ د شډل کلي په فوټبال لوبغالي کې مراسم نیول شوي وو، چې پکې د خوست ولایت د فوټبال مسوول احمد ولي ګلاب‌زوی، د سیمې مشرانو، ځوانانو او د ورزش مینه‌والو برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې ده، چې په یادو سیالیو کې به له نادرشاه‌کوټ، اسمعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالیو څخه اووه لوبډلې برخه واخلي او یاد ټورنمنټ به نږدې یوه میاشت دوام وکړي.

په جوړو شویو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون مسوول احمد ولي ګلاب‌زوی وویل؛ موږ تل هڅه کوو، چې ورزش لرې پرتو ولسوالیو ته ولېږدوو او ځوانان سالمو مصروفیتونو ته راوبولو.

د یادولو وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به خوست ولایت د بېلابېلو څانګو د لوبو کوربه‌توب په غاړه ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

خوست ولايت ته د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي سفر

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي؛ د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ژوندي ساتلو، د دودولو او پراختيا په موخه درې ورځني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۷
Background image

هلمند؛ سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سنګين ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۵
Background image

خوست کې د‌ اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

=د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ايوبي شفاء روغتون په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

BACK TO NEWS