خوست کې د معارف جام سيالۍ پاى ته ورسېدې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۱۲:۵۱
خوست کې د معارف جام سيالۍ پاى ته ورسېدې

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند په ګلاب خان عالي لېسه کې د (۸) غوره لوبډلو تر منځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د دوولسم ټولګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دا سیالي چې ٢٥ ورځې یې دوام وکړ ، د ګلاب خان عالي لېسې د بدني روزنې کمېټې په هڅو د لیګ په بڼه ترتیب شوې وې چې د کرکټ په برخه کې تکړه زده کوونکو او ښوونکو ته پکې ځای ورکړل شوي وو.

ددغو سیالو پای لوبه د دوولسم او لسم ب ټولګيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د دوولسم ټولګي په ګټه پای ته ورسېده.

له دغو سياليو څخه چې سلګونو نندارچیانو ليدنه کوله د دوولسم ټولکي لوبډلې د پچې په ګټلو سره دتوپ وهنې پرېکړه وکړه چې سیالې لوبډلې ته یې په ټاکل شویو لسو اورونو کې د حکیم الله، په غوره توپوهنې سره د (۱۲۸) منډو هدف کېښود.

خو په وړاندې یې لسم ټولګي د توپ وهنې په برخه کې له پيله له ستونزو سره مخ شوه، چې د مقابلې لوبډلې دریځ یې پیاوړی کړ او د (۳۸) منډو په توپیر یې سیالي وبایلله او د دوولسم ټولګي لوبډلې اتلولي خپله کړه.

په پام کې ده چې له را روان اختر وروسته به د خوست ورزشي امريت په مرسته د لېسو او مدرسو زده کوونکو ترمنځ د معارف جام سيالۍ پيل شي چې موخه يې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن راکمول دى.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS