خوست کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند اماني لوبغالي کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب لیګ سیالۍ د شیخ امیر بابا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه شیخ امیر بابا او میدان هوایي لوبډلو ترمنځ د یو- یو ګول په ترسره کولو سره مساوي شوه، خو په پنالټیو کې شیخ امیر بابا لوبډلې د ٤ پر ٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د فوټبال په برخه کې د غوره استعدادونو موندلو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.