خوست کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب لیګ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز اماني لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ب لیګ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې حبشخېلو سټارز لوبډلې د ۳ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
