خوست کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د صحرا جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز متون ښار په هواس خان ميدان کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د صحرا جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې لکڼو منتخبې لوبډلې خپلې سيالې گربزو منتخبې لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
