خوست کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د ياد ولايت په مرکز متون حکيم تڼيوال تفريحي پارک کې د دولتي او خصوصي ښوونځيو ترڅنگ د مدرسو د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د انس ح ق ان ي معارف جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د پوهاند عبدالحی حبيبې لېسې لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د پوهاند عبدالحی حبيبې لېسې او نشرالعلوم ديني مدرسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، پوهانو عبدالحی حبيبې لېسې لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف کېښود، نشرالعلوم ديني مدرسې لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۱۸ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.