خوشحال ملکزی د منځنۍ اسیا د والیبال فدراسیون د مدیره هیئت غړیتوب یې ترلاسه کړ
جمعه ١٠ دمرغومی ١٤٠٠
سمیر هیبت
دا غونډه چې په انلاین بڼه د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۲ مه د مرکزي اسیا د فدراسیون له خوا جوړه شوې وه، خوشحال ملکزي د رایو په اکثریت د مرکزي اسیا د فدراسیون د اداري پلاوي غړیتوب ترلاسه کړ.
ښاغلی ملکزی د هېواد د والیبال فدراسیون عمومي منشي او یو له فعالو کدرونو څخه دی.
افغانستان، بنګله دیش، نیپال، بوتان، مالدیف، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د منځنۍ اسیا د زون غړي هېوادونه دي.
د يادونې وړ ده، چې ډېر ژر به په بنګله دېش کې د دغو غړو يوه مخامخ غونډه جوړه شي او ښاغلي ملکزي ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
