دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک (ځغاستې) سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۵:۴۵
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک (ځغاستې) سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د نوي ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او ۸۰۰ متري واټن کې د اتلتیک (ځغاستې) سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د نويو ځوانانو له کټګورۍ فهیم لومړی او ارش اکبري دویم مقام ترلاسه کړ او د لویو ورزشکارانو له کټګورۍ یاسر لومړی مقام او شیرمحمد دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه په دایکندي ولایت کې یاد ورزش ته وده ورکول، غوره ورزشکاران موندل، د ځغاستې له اصولو سره بلدتیا او د پلې تګ دودول و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS