دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۲۴
دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې علي خان فهیم لومړی، امان رحیمي دویم او رضا نظري درېیم مقام ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي دغو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او موخه یې ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS