دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د المهدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت خدیر ولسوالۍ په کورګه علیاه سیمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې جام په نوم د فوټبال سیالۍ د المهدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د المهدي محمد خواجه او اتحاد شاه احمد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د المهدي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې دغو سیالیو دوې اوونۍ دوام وکړ او موخه یې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه او ورزش ته د ځوانانو هڅوول و.