دایکندي؛ ستقلال سري باغ لوبډلې د ګیتي ولسوالۍ والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د دایکندي ولایت د ورزش امریت د ولسوالیو مدیریت له لوري د ګیتي ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د «حمایت جوانان» په نوم د والیبال جام سیالۍ چې دوې اوونۍ وړاندې د ګیتي ولسوالۍ په کیسو بازار کې پیل شوې وې د سري باغ استقلال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دې ټورنمنټ پایلوبه د افتخار ګیتي او سري باغ استقلال لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ۳-۲ میدانونو په توپیر د سري باغ استقلال لوبډلې په ګته پای ته ورسېده.
د دې ټورنمنټ موخه د ټولنیزو ورزشونو وده او پراختیا او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
