دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د استقلال لوبډلې لومړی او قهرمانان صفري لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.