دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د کهکشان سیاه ناهور لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۳:۱۳
دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د کهکشان سیاه ناهور لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري او د ځوانانو په مرسته د یاد ولایت له بېلا بېلو ځایونو د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شهرستان ولسوالۍ په صدخانه سیمه کې د کهکشان سیاه ناهور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو پایلوبه د کهکشان سیاه ناهور او ازادي میانه قل لوبډلو ترمنځ ترسره په پایله کې کهکشان سیاه ناهور لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه ځوانان ورزش ته هڅول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS