دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو اتلولي د علامه بلخي لېسې لسم ټولکي زده کړیالانو خپله کړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۰:۵
دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو اتلولي د علامه بلخي لېسې لسم ټولکي زده کړیالانو خپله کړه

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د شهرستان ولسوالۍ د سید علامه بلخي لېسې په ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د هڅې په نوم د والیبال سیالیو اتلولي د علامه بلخي لېسې لسم ټولکي زده کړیالانو خپله کړه.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د لسم ټولګي زده کړیالانو خپلې سیالې دولسم ټولګي زده کړیلانو ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او په مکتبونو کې د والیبال ورزش دودول و.

هېره دې نه وي دغو سیالیو دوې اوونۍ دوام وکړ او په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لېنډۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS