دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې نعمت الله د زیاتو سیالیو په ګټلو لومړی مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د خلکو ترمنځ سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.