دایکندي؛ مرکز نيلي ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما سيالۍ ترسره شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د طبما ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي ښار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د طبما سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د کابل، باميان او دايکندي ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۵۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د طبما ورزش ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
