دایکندي؛ میرامور ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري د دې ولایت د میرامور ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال خزاني جام سیالۍ، چې یوه نیمه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، د امید برګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دا سیالۍ، چې موخه يې د ځوانانو او غوره څېرو موندل و، په پای لوبه کې يې امید برګر لوبډلې اتحاد برګر لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي يې وګټله.