دایکندي؛ پاتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د پاتو ولسوالۍ په تمزان سیمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د تمزان میوند لوبډلې خپلې سیالې یاران اوګیر لوبډلې ته د ۳ پر۱ میدانو پر توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د خپلواکۍ د ۱۰۵ کلیزې نمانځل و.
د سیالیو په پای د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
