دایکندي؛ په شهرستان ولسوالۍ کې د نښې ویشتنې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۲:۱۶
دایکندي؛ په شهرستان ولسوالۍ کې د نښې ویشتنې سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي په شهرستان ولسوالۍ کې د نښې ویشتلو سیالۍ، چې د اړوند فدراسیون په استازولۍ او د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د ملي او دودیزو ورزشونو د مدیریت له لوري پیل شوې وې، تېره ورځ د چبراسک لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د نښې ویشتنې په دې سیالیو کې اتو لوبډلو: " اتحاد چبراسک، غاف، باغ علیا، باغ سفلا، اتحاد زردني، کته سنګ، خواجه چاشت او سراود) ګډون درلود، چې په یاده ورزشي برخه کې د ځوانانو د ودې او هڅونې په موخه پیل شوې وې.

د سیالیو پایلوبې ته اتحاد چبراسک او امېد زردني لوبډلې ووتلې، چې په ۰-۲ سره اتحاد چبراسک لوبډله د یادو لوبو ګټونکې شوه.

د یادونې ده، چې د لوبې په پای کې ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته ټاکل شوې جایزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

هلمند کې د څلور نيم لکه افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د هلمندي ځوان محمد علي فروتن په مالي لگښت د څلور لکه پنځوس زره (۴٫۵۰۰۰۰) افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب رسماً پرانيستل شو.

د ښاغلي فروتن په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننگرهار؛ خوږيانو ولسوالۍ کې گډ ورزشي نمايشات ترسره شول

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په بربهار لېسه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بېلابېلو ورزشي ريشتو نمايشات ترسره شول.

دا نمايشات په جمناسټیک، پهلواني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په مرکزي سټډيوم کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS