دایکندي؛ په میرامور ولسوالۍ کې د فوټبال سیالیو اتلولي برګ اونه لوبډلې وګټله

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له خوا د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام تر سرلیک لاندې د فوټبال سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د میرامور په جوز بازار پای ته ورسېدې.
پایلوبه د برګ اونه او طوفان چرخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې برګ اونه لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړۍ او اتلولي په خپل نوم کړي.
د دغو سیالیو موخه د ځوانانو تشویقول، د یووالي را منځته کول او د فوټبال لپاره د غوره څېرو پېژندل و.