دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۹:۹
دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په کجران ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د نارینه مرکزي لېسې لوبډلې خپلې سیالې زراعت لېسې لوبډلې ته د ۳/۲ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د دودیزو لوبو دودول او د نېکمرغه لوی اختر نمانځل و.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې او غوره لوبغاړو ته ډول ډول ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS