دایکندي؛ کيتي ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې
              د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د کيتي ولسوالۍ په کيسو سيمه کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې مهدي يعقوبي لومړی، محسين بياني دويم او ضيا شهرزاد بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او ورزشکارانو ته يوه سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
