دایکندي ؛ ګیتي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۱:۵۴
دایکندي ؛ ګیتي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیتي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټسال سیالۍ د اتحاد تمران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د اتحاد تمران لوبډلې خپلې سیالې شنیه ګیتي لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

په ننګرهار کې د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۹
Background image

ریاض؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امیر عبدالعزیز بن ترکي الفیصل سره ولیدل.

په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS