دایکندي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد هجدي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوتبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ، چې ځو ورځې مخکې پیل شوې وې، د اتحاد هجدي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د اتحاد هجدي او شمس آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اتحاد هجدي لوبډلې د ۴/۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د فوتبال لوبې ته د ودې ورکولو او د غوره څېرو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې په پایله کې یې اتلې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.