دایکندي کې د ۳۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د امنیه قومندانۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د دولتي ادارو د ۳۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال حذفي سیالۍ، چې شل ورځې وړاندې د یاد ولایت په ناصر خسرو لوبغالي کې پیل شوې وې د امنیه قومندانۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې د امنیه قومندانۍ لوبډلې خپلې سیالې صحت مندي موف لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یاد سیالیو موخه د دولتي ادارو کارمندان ورزش ته هڅوول و.