د‌ افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړيوال جام او د ۲۰۲۷ اسيا ملتونو جام سياليو لپاره د لار موندنې سیالیو په لړ کې خپلې سيالې هندۍ لوبډلې ته د ۲_۱ ګولونو په‌ توپير ماتې ورکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۰:۵
د‌ افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړيوال جام او د ۲۰۲۷ اسيا ملتونو جام سياليو لپاره د لار موندنې سیالیو په لړ کې خپلې سيالې هندۍ لوبډلې ته د ۲_۱ ګولونو په‌ توپير ماتې ورکړه

د‌ افغانستان د‌ فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړيوال جام او د ۲۰۲۷ اسيا د ملتونو جام سياليو لپاره د لارموندنې په لړ کې خپلې سيالې هندۍ لوبډلې ته په دويمه لوبه کې د ۲_۱ ګولونو په‌ توپير ماتې ورکړه.

دغه سيالي د هند هيواد په‌ کوربتوب نن سه شنبه ماښام ۶ بجې ترسره شوه او په‌ پايله کې له‌ يوې په‌ زړه پورې سيالۍ وروسته د ‌۲_۱ ګولونو په‌ توپير د افغان‌ لوبډلې په‌ ګټه‌ پای ته ورسېده.

افغانستان تر دې وړاندې‌ درې سيالۍ ترسره کړي او په ترتيب سره يې کويټ او قطر ته د ۴_۰ او ۸_۱ ګولونو په‌ توپير بايللي او درېیمه سيالي يې له هند سره مساوي کړې وه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS