د افغانستان او بنګلدېش تر منځ درېيمه يو ورځنۍ لوبه روانه ده
د افغانستان او بنګلدېش کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د روان سریز د یو ورځنيو لوبو وروستۍ لوبه په چيټاګام ښار کې روانه ده.
بنګلدېشۍ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
اوس مهال د لوبې شپاړلسم اور روان دی، بنګلدېشۍ لوبډله ۶۹ منډې لري او د پیل یو لوبغاړی يې سوځېدلی دی.
افغان لوبډلې له بنګلدېش سره د کرکټ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د سوپر لیګ د دې سریز دواړې لوبې بایللي او ځينې مهم امتیازونه يې هم ورسره بایللي دي.
افغان لوبډله به له دې وروسته له بنګلدېشۍ لوبډلې سره دوې نورې شل اوریزې لوبې هم وکړي.
