د افغانستان د اتلتيک ملي فدراسيون دوه کسيزه لوبډله چين هېواد ته روانه شوه
د المپيک، تربيت بدني او ورزش عمومي رياست اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون دوه کسيزه لوبډله ( يو لوبغاړی او يو پلاوی) د ۲۰۲۵ اسيا ماراتون ۲۰ ام پړاو سياليو کې د ګډون په موخه چين هېواد ته روانه شوه.
په دغو سياليو کې به د افغانستان په استازولۍ الهام الدين سراجزوی په ۴۲ کيلومتری واټن کې ګډون وکړي.
د يادې لوبډلې د مخې ښې مراسم د هېواد د ورزش عمومي ریاست له فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ سره ترسره شول، ښاغلي ځدراڼ هيله وښوده، چې یاده لوبډله به ډک لاس هېواد ته راستنه شي.
د ۲۰۲۵ اسيا ماراتون ۲۰ ام پړاو سیالۍ به د افغانستان په ګډون له ۴۲ هېوادونو څخه د ۱۸ زرو څخه د زياتو ورزشکارانو ترمنځ د روان کال د مارچ میاشتې په ۳۰مه نېټه د چین هېواد په کوربتوب د دې هېواد په جياکسینګ ښار کې ترسره شي.
