د افغانستان د بډمېنټن فدراسيون وياړي چې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کاليزې په مناسبت يې د کابل ولايت منتخبې لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ وکړې.
د افغانستان د بډمېنټن فدراسيون وياړي چې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کاليزې په مناسبت يې د کابل ولايت منتخبې لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ وکړې.
دا لوبې د ځوانانو او لويانو په کټه ګورۍ کې وشوې چې ۳۶ لوبغاړو د يو بل پروړاندې سيالۍ وکړې.
دا لوبې څلور ورځې وړاندې په پولېتخنيک پوهنتون کې پېل شوې وې.
لوبو کې يوازې دولس تنه وتوانېدل چې منتخبې لوبډلې ته لار پېدا کړي.
د لوبو په پای کې د بدني روزنې او ورزش رياست اوالمپیک ملي کمېټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي هم ګډون کړی و چې لوبې يې له نږدې ننداره کړې.
د لوبو په پای کې غوره څېرو ته مډالونه او ستاينليکونه هم ورکړل شول.
تمه ده ډېر ژر د ملي لوبډلې د انتخاب سيالۍ هم پېل شي.
